هلمند ولایت کې امنیتی سرچینې وايي چې د طالبانو به برید کې ۶ افغان سرتېرو ژوند بایللی دی.
دغه سرچینه نن(پنجشنبې د زمري په ۱۶مه نېټه) زیاتوي چې د یاد ولایت ناوې ولسوالۍ خواجه بابا سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستې طالبانو تېره شپه برید کړی.
سرچینې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د هلمند امنیتي مسوولینو او طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.