د ننګرهار ولايت کوز کنړ ولسوالۍ کې د زيات ورښت او سيلابونو را وتلو له امله ۱۷ ماشومان وژل شوي دي.
ننګرهار کې سيلابونو ۱۷ ماشومان وژلي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 اسد 1399 ساعت 11:12
د ننګرهار ولايت کوز کنړ ولسوالۍ کې د زيات ورښت او سيلابونو را وتلو له امله ۱۷ ماشومان وژل شوي دي.
دا پيښه نن شنبه سهار شوې ده.
په دې پيښه ۳ نور ماشومان ټپيان شوي او يو لادرکه دى.
د ننګرهار د والي وياند، عطاالله خوږياڼي ويلي دغو سيلابونو سلګونه جريبه ځمکه او لسګونه کورونه هم له منځه وړي دي.
د مطلب کود: 215900