کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سعودي عربستان کې د عرفات مراسم پیل شول

9 اسد 1399 ساعت 15:47

سږ کال د کورونا ویروس د خپرېدو له امله ریاض یوازې هغو بهرنیانو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړې ده چې په سعودي عربستان کې دننه ژوند کوي. راپورونه وایي، نن به له منا څخه یوازې څو زره کسان عرفات ته ولاړ شي. د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزارت وایي، کومو کسانو چې په حج کې برخه اخیستې ده، هغوی وار له مخه قرنطین شوي دي او تبې یې کتل شوې دي. د سرچینې په خبره، یوازې هغو کسانو ته په دغو مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړل شوې ده چې عمرونه‌یې تر ۶۵ کلونو ښکته دي. په تېرو کلونو کې به د نړۍ له ۱۸۰ هېوادونو تر دوه میلیونه ډېرو مسلمانانو د حج په مراسمو کې برخه اخیسته. خو سږ کال د کویډ ۱۹ له امله یوازې ۱۰ زره مسلمانان په یادو مراسمو کې ګډون کوي.



د مطلب کود: 215860

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/215860/په-سعودي-عربستان-کې-د-عرفات-مراسم-پیل-شول

آوا
  https://www.avapress.net