کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حمدالله محب د جرمني له سفیر سره د سولې د خبرو پر پیلېدو ټینګار وکړ

د صدای افغان خبری آژانس , 9 اسد 1399 ساعت 9:40

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د جرمني له سفیر سره د کتلو پر مهال ټینګار وکړ چې د سولې خبرې باید ژر پیل شي.


حمدالله محب له اکسل سایډلر سره پرون په کابل کې خبرې وکړې.
د دې لیدنې کتنې په اړه د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي چې د جرمني سفیر له طالبانو غوښتي چې تر اختر وروسته له ځنډ او خنډ پرته د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.
جرمني هغه هېواد دی چې د بین‌الافغاني خبرو کوربه‌توب ته چمتو شوی دی.


د مطلب کود: 215824

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215824/حمدالله-محب-د-جرمني-له-سفیر-سره-سولې-خبرو-پر-پیلېدو-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com