کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

باجوړ: د افغانستان سره په پوله په وسله وال بريد کې د پاکستان پوځي سرتيری وژل شوی

8 اسد 1399 ساعت 11:51



د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان په باجوړ ضلع کې په يو وسله وال بريد کې د پاکستان د پوځ يو سرتيری وژل شوی دی.

په خبر کې ويل شوي پوځ ویلي د افغانستان سره په پوله د پورې غاړې نه ترهګرو ډزې کړي او د پوځ لانس نايک سميع الله پکې وژل شوی دی.

دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې نزدې يوه اوونۍ وړاندې افغان چارواکو ويلي ؤ د باجوړ سره په پوله په کونړ سيمه کې پاکستاني ځواکونو راکټي بريدونه کړي او ويل شوي ؤ په دغو بريدونو کې د اته ؤ پورې افغان ملکي وګړي وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.


د مطلب کود: 215771

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215771/باجوړ-د-افغانستان-سره-په-پوله-وسله-وال-بريد-کې-پاکستان-پوځي-سرتيری-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com