د امریکا د عدلیې وزارت د دې پخلی کوي چې یو افغان وګړی نعیم اسماعیل په فساد کې د لاس لرو په تور نیول شوی دی. د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې نعیم اسماعیل له یوه امریکايي وګړي سره د چهارشنبې پر ماښام په لس انجلس کې ونیول شو.
امریکا کې یو افغان وګړی په فساد کې د لاس لرو په تور ونیول شو
6 اسد 1399 ساعت 15:20
د امریکا د عدلیې وزارت د دې پخلی کوي چې یو افغان وګړی نعیم اسماعیل په فساد کې د لاس لرو په تور نیول شوی دی. د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې نعیم اسماعیل له یوه امریکايي وګړي سره د چهارشنبې پر ماښام په لس انجلس کې ونیول شو.
د امریکا عدلیې وزارت همدارنګه وايي چې نعیم اسماعیل د ۱۵ مېلیون ډالرو په ارزښت امریکا کې د دوکه کوونکې پانګونې د طرحو په تړاو نیول شوی دی. نعیم اسماعیل د ۳۰ کاله بند له سزا سره مخ دی. ورته مهال، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د امریکا دغه اقدام - د هغو فساد کوونکو په وړاندې چې له افغانستانه تېښته کوي، د دغه هېواد د خوندیتوب د پای لپاره درېدنه څرګندوي - هر کلی کوي.
د مطلب کود: 215620