کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې دوو موټر بم بریدونو پنځو سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله

5 اسد 1399 ساعت 11:31



دهلمند د والي ویاند عمر ځواک   وویل، تېره شپه یاد کنډک ته نېږدې د افغان سرتیرو پر دوو سترو پوستو موټر بم ځانمرګي بریدونه شوي، چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د بریدونو مسولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. یاده دې وي چې درې ورځې وړاندې هم د شهرا پر کنډک دوه موټر بم بریدونه شوي وو چې پکې ۱۶ سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه
 


د مطلب کود: 215503

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215503/په-هلمند-کې-دوو-موټر-بم-بریدونو-پنځو-سرتیرو-ته-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com