دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 215061
اکسفورډ پوهنتون: د کرونا ضد واکسین تطبیق د قناعت وړ نتیجه درلوده
د بریتانیا اکسفورډ پوهنتون اعلان وکړ چې پر څه باندې زرو کسانو د کرونا ضد واکسین تطبیق د قناعت وړ نتیجه درلوده.
دغه پوهنتون د دوشنبې په ورځ د جولای ۲۰مه وویل چې واکسین‌یې بې‌خطره دی او د بدن د معافیت سیستم د کرونا ویروس پر وړاندې د مقابلې لپاره روزي.
د دې ویروس د خورېدو له پیله تر اوسه ساینس‌پوهانو د کرونا پر وړاندې واکسین په اړه داسې نتیجه نه‌وه اخیستې.
په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو سلګونه میلیونه اوسېدونکي د کرونا ویروس پر ضد د واکسین د جوړېدو خبر ته په تمه دي.
په دې موده کې د نړۍ ساینس‌پوهانو ډېرې هڅې وکړې، خو سل په سلو مثبته نتیجه‌یې نه‌وه لرلې.
 
د بریتانیا د اکسفورډ پوهنتون د جولای پر ۲۰مه دا هیله بخښونکی خبر خپور کړ چې وایي د دوی د واکسین تطبیق پر شااوخوا ۱،۰۷۷ داوطلبه کسانو بې‌خطره وو او په وینه کې د سپینو کرویاتو د ډېرېدو لامل کېږي چې له کرونا ویروس سره مبارزه وکړي.
د اکسفورډ پوهنتون متخصصینو په خبره لا تر اوسه وختي دی چې ووایي دا ازموینه په بشپړ ډول بریالۍ وه، ځکه دا واکسین باید پر لا ډېرو کسانو وازمویل شي او د دې کار د ترسره کېدو لپاره ډېر وخت ته اړتیا ده.
دا واکسین چې پر څه باندې زرو کسانو ازمویل شوی، ښیي چې په لومړیو پراونو کې د بدن ایمني سیستم ته د ویروس پر وړاندې د مقابلې روزنه ورکوي.
په دې واکسین کې ځیني جانبي عوارض هم لیدل شوي چې خطر نه‌لري او ژوند نه‌ګواښي.
د دوشنبې په ورځ د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنیو پروګرامونو اجرائیوي رئیس مایک راین د اکسفورډ پوهنتون له‌خوا د کرونا ضد واکسین تطبیق یو مهم پرمختګ وباله.
هغه زیاته کړه: "د دې مطالعې هرکلی کوو او په اکسفورډ پوهنتون کې خپلو همکارانو، د واکسین ډلې او پرته له شکه د استرازینیکا شرکت همکارانو ته مبارکي وایم چې دا معلومات‌یې شریک کړل. واکسین پر څه باندې زرو سالمو وګړو چې عمرونه‌یې له ۱۸ تر ۵۵ کلونو پورې وو، تطبیق شو او هېڅ ډول جانبي عوارض چې مخکې یې وړاندوینه کېده، نه‌درلودل. یوازې لږ تر لږه، د بدن او په ځینو مواردو کې د سر درد لیدل شوی دی."
 
د روغتیا نړیوال سازمان دغه چارواکي دغه‌راز وویل چې ۲۶ ډوله واکسین دوی ته رسېدلی.
اوس‌مهال په بېلابېلو هېوادونو کې سختې ارزونې او څېړنې دوام لري چې د کرونا ویروس سره مقابله وشي.
د دوشنبې په ورځ په نړۍ کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۴ نیم میلیونه واوښت.
د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېر له مخې له دې ناروغۍ څخه د مړو شمېر هم تر څه باندې ۶۰۷ زره کسانو واوښت.
تر اوسه په نړۍ کې تر اتو میلیونو ډېر کسان چې په کرونا ویروس اخته شوي وو، بېرته روغ شوي دي.
د امریکا متحده ایالات، برازیل، هند او روسیه هغه هېوادونه دي چې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر په‌کې تر نورو ډېر دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaimnu649n6w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته