کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندوز کې ۸ پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي

30 سرطان 1399 ساعت 14:43

د کندوز ولايتي چارواکي وايي، دې ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو پر پوستو د وسله‌والو طالبانو په بريدونو کې ۸ ملي پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.



د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي وايي، وسله‌والو طالبانو تېره شپه د کندوز ښار د دويمې ناحيې اړوند شينواري سيمه او د کندوز – علي اباد لارې په اوږدو کې د قزاق سيمه کې د افغان ځواکونو پر امنيتي پوستو بريدونو وکړل.
د نوموړي په خبره، که څه هم د ملاتړو ځواکونو په رسېدو سره دا دواړه بريدونه په شا وتمبول شول، خو د شينواري سيمې په نښته کې پنځه پوليس ووژل شول او درې ټپيان شول او دغه راز د قزاق سيمې نښته کې درې پوليس ووژل شول او ۲ نور ټپيان شول.
مرادي زیاته کړه، په دې نښتو کې وسله‌والو طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې، خو نوموړي يې د دقيق شمېر په تړاو څه ونه ويل.


د مطلب کود: 215027

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/215027/کندوز-کې-۸-پولیس-وژل-شوي-او-پنځه-نور-ټپيان-دي

آوا
  https://www.avapress.com