ټاکل شوې نن د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين پيل شي.
نن په ننګرهار، لغمان او کونړ کې د پولیو ضد واکسين پيلېږي
د صدای افغان خبری آژانس , 30 سرطان 1399 ساعت 9:27
ټاکل شوې نن د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د پوليو ضد واکسين پيل شي.
که څه هم دغه کمپاين هر کال په افغانستان کې ترسره کېږي، خو د ځينو کورنيو د مخالفت او کله کله د سيمهييزو وسلهوالو د مزاحمت له کبله ګڼ شمېر ماشومان له دې واکسين پاتې کېږي.
د افغانستان د پوليو ملي کمپاين مشر ډاکټر ګلاجان ایوب وايي، دغه کمپاين به نن د افغانستان په درېيو ختيځو ولايتونو ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو کې پيل شي.
نوموړي زياته کړه، دغه کمپاين به ټول هغه ماشومان تر خپل پوښښ لاندې راولي چې عمرونه يې تر پنځو کلونو کم دي.
دا کمپاين داسې مهال پيلېږي، چې تر دې مهاله هم افغان ماشومان له پوليو يا ګوزڼ ناروغۍ کړېږي او يوازې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د پولیو ۱۹ پېښې ثبت شوې دي.
د مطلب کود: 214964