کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل کې د کانکور ازموینه واخستل سوه

د صدای افغان خبری آژانس , 29 سرطان 1399 ساعت 12:35

زابل کې د ۷۲۹ کسانو څخه د کانکور ازموینه واخیستل سوه چې له شمېرې څخه يې ۳۸ نجونې وې
د زابل والي جنرال محمد نبي احمدزي وویل چې سږ کال به زابل پوهنتون ته هم زیات شمېر زابلي زده کړیالان جذب سي هغه وویل چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د زابلي کانکور ګډون کوونکو شمېر زیات سوی دی



ښاغلي احمدزي وویل چې کوښښ به وکړي ترڅو زابلي زده کوونکو ته د لوړو زده کړو په برخه کې ښې زمینې مساعدې کړي او په دې برخه کې وسره همکاري وکړي
د زابل د پوهنې نصرالله زاهد وویل چې دا مهال زابل کې د پوهنې وضعیت ښه دی او کوښښ کیږي ترڅو په دې برخه کې لاهم زیات کار وسي
 


د مطلب کود: 214908

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214908/زابل-کې-د-کانکور-ازموینه-واخستل-سوه

آوا
  https://www.avapress.com