کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد په پینځو ولایتونو کې ۲۵ تنه د قتل، وسله‌والو غلاو او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو ونیول شول

د صدای افغان خبری آژانس , 28 سرطان 1399 ساعت 10:57

د خوست، کاپیسا، پروان، تخار او بدخشان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو په یادو ولایتونو کې څو بېل عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۵ تنه د وسله‌والو غلاو، قتل او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیولي دي.


د دې کسانو له منځه د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۱ تنه نامسووله وسله‌وال له ۱۱ میله بېلابېل ډوله وسلو، کاپیسا ولایت کې اته تنه د وسله‌والو غلاو، د پروان ولایت په شیخ‌علي ولسوالۍ کې دوه غله له دوه میله وسلو، د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې درې تنه د قتل او د تخار ولایت په دشت‌قلعه ولسوالۍ کې هم یو قاتل نیول شوي دي.


د مطلب کود: 214793

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214793/د-هېواد-په-پینځو-ولایتونو-کې-۲۵-تنه-قتل-وسله-والو-غلاو-او-غیرقانوني-وسلو-لېږدونې-تړاو-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com