دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 214793
د هېواد په پینځو ولایتونو کې ۲۵ تنه د قتل، وسله‌والو غلاو او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو ونیول شول
د خوست، کاپیسا، پروان، تخار او بدخشان ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو په یادو ولایتونو کې څو بېل عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۲۵ تنه د وسله‌والو غلاو، قتل او د غیرقانوني وسلو د لېږدونې په تړاو نیولي دي.
د دې کسانو له منځه د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۱ تنه نامسووله وسله‌وال له ۱۱ میله بېلابېل ډوله وسلو، کاپیسا ولایت کې اته تنه د وسله‌والو غلاو، د پروان ولایت په شیخ‌علي ولسوالۍ کې دوه غله له دوه میله وسلو، د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې درې تنه د قتل او د تخار ولایت په دشت‌قلعه ولسوالۍ کې هم یو قاتل نیول شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcb9ab5frhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته