دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 214778
غني او عبدالله د امریکا ملي امنیت شورا له سلاکار سره ټلیفوني خبرې وکړې
ولسمشر غني او د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تېر ماښام ناوخته د امریکا متحده ایالاتو د امنیت شورا له سلاکار رابرټ اوبراین سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
له ولسمشرۍ ماڼې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ټلیفوني تماس کې پر افغان سوله، بین الافغاني مذاکراتو او دغه راز د تاوتریخوالي پر کمېدو خبرې شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي:
رابرټ اوبراین وویل، د امریکا متحد ایالتونه له متحد، خپلواک، ولسواک او واحد افغانستان څخه چې دوباره د تروریستانو لپاره په امن ځای بدل نه شي، ملاتړ کوي. دواړو لوریو د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ پر مستقیمو مذاکراتو خبرې وکړې او ټینګار وشو چې دغه مذاکرات باید ژر تر ژره پیل شي.
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، رابرت اوبراین د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه تاوتريخوالی باید د افغانستان د سولې او ثبات په خاطر بند شي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د ۶۰۰ طالب بندیانو د نه خلاصون پر سر ناندرۍ رامنځته شوې.
له دې کبله طالبانو د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې تاوتريخوالی زيات کړی دی.
https://avapress.com/vdcefe8wvjh8zfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته