دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۰۸
د مطلب کود : 214734
د ټویټر د خوندیتوب په اړه اندیښنې؛ د نړۍ د څو مشهورو څیرو اکونټونه هک شول
په ټویټر کې د نړۍ د څو مشهورو څیرو د اکونټونو هک کیدو د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو په درشل کې ددغې ټولنیزې شبکې د امنیت په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.

ټویټر د چهار شنبې په ماښام د جولای ۱۵ ( چنګاښ ۲۵) اعلان وکړ چې هکرانو ددې شبکې د څو کارکوونکو په تیر ایستلو سره د یو شمیر مهشورو کسانو اکونټونه هک کړي دي.
د امریکا د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو دیموکرات کاندید جوبایډن، پخوانی جمهور رئیس باراک اوباما، مهشوره ټلویزیوني څیره کیم کاردشیان، د مایکروسافټ خاوند او بنسټ ایښودونکی بیل ګیټس، مشهور امریکايي رپر کانیه وست ، د نیویارک پخوانی ښاروال مایکل بلومبرګ او د تسلا شرکت مشر ایلن مسک د هغو کسانو په ډله کې دي چې اکونټونه یې هک شوي وو.
هکرانو ددغو مشهورو کسانو له اکونټونو د هغوی له پلویانو غوښتې وو چې یو لړ ادرسونو ته دیجیتلي پیسې ( بټکوین) ولیري، د چهار شنبې تر ماښام پورې شاوخوا ۴۰۰ بټکوین چې ارزښت یې ۱۲۰ زره امریکايي ډالره کیږي راټول شوي وو.
ددغو هکرانو مالي تاوان ډیر زیات ندی خو د ټویټر اعتبار ته یې لوی زیان رسولی دی.
ټویټر شبکې د هکرانو دا برید" مهندسي شوی همغږی اجتماعي برید" ګڼلی او ویلي دي چې هکران توانیدلي وو د ټویټر کارکوونکي په نښه کړي او د شبکې داخلي سیستم ته داخل شي.
د امریکا د جمهوري ریاست د ټاکنو په درشل کې، د یوې اساسي ارتباطي شبکې په توګه د ټویټر ونډې، د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په ګډون د نړۍ مهشورو څیرو ته پوښتنې راولاړې کړي دي.
د امریکن پروګرس په فکري مرکز کې د ټکنالوژۍ د پالیسي مرستیال ادم کونر، د امریکا د ټاکنو ورځې ته په اشارې سره وايی دا ډول بریدونه به د نوامبر په دریمه نیټه په مراتبو زیات شي.
د ټویټر مسولینو ویلي تر اوسه دا روښانه نده چې هکرانو د بټکوین د ترلاسه کیدو لپاره د پیغامونو له استولو هاخوا نور څه کړي.
دې شرکت د یوې بیانې په ورکولو سره ویلي: " دا څیړو چې نور کوم مخرب فعالیتونه شوي دي او یا کومو معلوماتو ته لاسرسی شوی دی. "
پخوا هم د دریم اپلیکیشن په واسطه د رامنځ ته شویو ستونزو له امله هکران توانیدلي دي چې د ټویټر د کارکوونکو معلومات ترلاسه کړي، خو د چهار شنبې د ورځ برید، د یادې شبکې په تاریخ کې تر ټولو ناوړه برید وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcgwt9xtak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته