کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ښوونیز مرکزونه د زمري میاشت پر ۱۵مه پرانیستل کېږي

26 سرطان 1399 ساعت 10:17

دا پرېکړه د ټولو روغتیایي سپارښتونو په پام کې نیولو سره شوې ده. سرچینه څرګندوي، د عامې روغتیا وزارت د ارزونې پر بنسټ پرېکړه وشوه چې که د زمري میاشتې تر ۱۵مې نېټې کورونا ویروس جدي نه شو، ټول روغتیایي مرکزونه به د روغتیا وزارت له لارښوونو سره سم ښوونیز بهیر پیل کړي.


دا پرېکړه پر داسې مهال کېږي چې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو کمېدو خبر ورکړی دی. تر دې وړاندې په نړۍ او افغانستان کې د کویډ ۱۹ له خپرېدو سره سم افغان حکومت د دې وبا د مخنیوي په هدف د ټولو دولتي ادارو او ښوونیزو مرکزونو د تړل کېدو پرېکړه وکړه. دامهال په افغانستان کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۳۴ زره اوښتی، ۱۰۹۴ تنه ترې مړه شوي او تر ۲۲ زره ډېر بیا ترې روغ شوي دي.


د مطلب کود: 214677

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214677/ښوونیز-مرکزونه-د-زمري-میاشت-پر-۱۵مه-پرانیستل-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com