کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزبندي شوې

د صدای افغان خبری آژانس , 26 سرطان 1399 ساعت 9:43

د افغانستان حکومت وایي چې په کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ډزې بندې شوې دي.


د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې تېره شپه‌یې خپره کړه ویلي دي چې د ډیپلوماتیکو هڅو په نتیجه کې موافقه وشوه چې ډزبندي وشي او په سیمه کې د پوځي مسؤلینو له لوري غونډه وشي.
د اسعد اباد د مرکزي روغتون رئیس عطاالله ساپي ازادي راډيو ته وویل چې شپږ جسدونه د دوی روغتون ته لېږدول شوي او نهه تنه هم ټپيان دي.
پاکستاني ځواکونو اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي دي چې یوه ورځ مخکې تر دې یعنې د سې شنبې په ورځ د افغانستان له لوري د پاکستان په خوا ډزې شوې وې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د خپل‌سرو تأسیساتو رامنځته کول چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ لامل ګرځېدلی شي په هېڅ وجه د افغانستان لپاره د منلو وړ نه‌دي.


د مطلب کود: 214671

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214671/کونړ-کې-د-افغان-او-پاکستاني-ځواکونو-ترمنځ-ډزبندي-شوې

آوا
  https://www.avapress.com