تېره شپه د کندهار ښار د درېیمې حوزې اړوند “خواجک بابا” سیمه کې پر پولیسو ماین چاودنه کړې.
چاودنه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې، چې پر مهال يې یو پولیس افسر وژل شوی دی.
تېره ورځ هم د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د وو جلا چاودنو کې د ملي امنیت د یوه سرتېرې په ګډون پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي وو.