کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو ۲۵ نور حکومتي بندیان ازاد کړل

24 سرطان 1399 ساعت 10:42

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، د نورو ورځو په څېر پرون په کندهار ولایت هم ۲۵ حکومتي عسکر او پولیس د دوی له بند خونو ازاد او د مالي مرستې په ورکولو سره خپلو کورنو ته ولېږل شول.


د یادولو وړ ده چې تېره ورځ افغان حکومت هم د هغوی د ۱۸۰ نورو بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکړ. د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر خپل ټویټرپاڼه ولیکل، افغان حکومت د تېرو څو ورځو په موده کې د هېواد له مختلفو زندانونو۱۸۰ نور طالب بندیان ازاد کړي چې په دې سره د حکومت له بندخونو د خوشي شوو طالب بندیانو شمېر ۴۱۹۹ تنو ته ورسېد.
په ورته وخت کې طالبان ټینګار کوي چې د دوحې د تړون له مخې باید د هغوی ۵۰۰۰ زره بندیان د ورکړل شوي لېست مطابق خوشي شي، خو افغان حکومت وایي، هغه طالب بندیان نه شي خوشي کولی چې په لویو بریدونو کې ښکېل وو.
د واشنګټن او طالبانو د تړون له مخې به افغان حکومت د دې ډلې ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي


د مطلب کود: 214507

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214507/طالبانو-۲۵-نور-حکومتي-بندیان-ازاد-کړل

آوا
  https://www.avapress.com