په دغه کښتۍ کې پداسې حال کې چاودنه او بیا اورلګیدنه رامنځته شوې چې ۲۰۰ تنو امریکایي پوځیانو په کې شتون درلود.
دغه چاودنه پرون یکشنبه د ځایي وخت له مخې سهار شاوخوا اته نیمې بجې د امریکا د کالیفورنیا ایالت سن ډیاګو کې د سمندري ځواکونو په یوه هډه کې په یوه ستره پوځي کښتۍ کې رامنځته شوې ده .
په دغه هډه کې د سمندري ځواکونو ویاند اې بي سی نیوز ته ویلي، چې د اور لګېدنې له امله ۱۷ سمندري پوځیان او څلور مُلکیان روغتون ته لیږدول شوي، چې د ټولو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د چاودنې او اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې معلوم ندی