هند د افغانستان لپاره خپل نوی سفير ټاکلی دی.
د هندوستان ټايمز د راپور پر بنسټ تندن به ډېر ژر د وينی کومار پر ځای په افغانستان کې د هند د سفير په توګه خپله دنده پيل کړي.
د راپور له مخې رودريندرا تندن تر دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، پاکستان او ايران د برخې مشري هم کړې ده.
د راپورونو له مخې دغه ګمارنه له هغه وروسته کېږي چې هند په يو شمېر سفارتونو او کونسلګريو کې نوي سفيران او ديپلوماتان ګومارلي دي.