کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیوال بانک له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیون دالرو مرسته کوي

د صدای افغان خبری آژانس , 21 سرطان 1399 ساعت 9:54

نړیوال بانک د خلکو د خونديتوب او په افغانستان کې د خصوصي سکتور د پیاوړي کولو په موخه، ۲۰۰ میلیون امريکايي دالره نوې مالي مرسته تصویب کړه.


دغه بانک په اعلامیه کې راغلي، چې د نړیوال بانک مدیره پلاوي نن په افغانستان کې د کوويد-۱۹ وبا د اقتصادي او ټولنیزو اغېزو سره د مقابلې، زیانمنونکیو خلکو ته د آسانتیاوو برابرولو او له خصوصي تشبثاتو څخه د ملاتړ په موخه د ۲۰۰ میلیون امريکايي دالرو پر ارزښت د وړیا مالي مرستې یوه بسته تصویب کړه.
په اعلامیه کې راغلي؛ دغه وړیا مالي مرسته، چې ( په افغانستان کې د کوويد-۱۹ ناورين ته د ځواب وینې لپاره د پاليسيو د پراختيا پروګرام ) په چوکاټ کې لګول کیږي ۱۰۰ میلیون امريکايي دالر يې د نړیوالې پراختيا ادارې، چې تر ټولو بېوزله هېوادونو ته د نړیوال بانک د مالي مرستو برابروونکی اداره ده او ۱۰۰ میلیون نور يې د افغانستان د بیارغونې صندوق ته، چې مدیریت یې د ۳۴ هېوادونو او نړيوالو مرستندویو ټولنو په استازولۍ نړیوال بانک پر غاړه لري؛ لخوا ورکول کېږي.
د دې مالي بستې له برابرولو سره تمه دا ده، چې د افغانستان دولت د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ژر ښه کېدو په موخه یو شمېر اغېزمنې پاليسۍپلې کړي او څه بېخبناوو د پیاوړتیا لپاره لکه د برښنا انرژۍ د تامينولو، د څښاک اوبو ته لاسرسی او مخابراتي خدمتونو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک ګروپ د دفتر مشر هینري کرالي، وايي: په داسې حال کې، چې د کوويد- ۱۹ویروس خپرېدل د اقتصادي ودې او د افغانستان د ملي عوايدو د کمېدو لامل شوی؛ دغه پروګرام افغانستان ته د دې وبا د ناوړه اغېزو د مدیریت لپاره مالي سرچينې برابروي. تمه کېږي، چې د دې پروګرام له پلي کېدو سره پر زیانمنونکیو کورنيو د دغه بحران منفي اغېزې له منځه لاړې شي او د چټکې اقتصادي ودې لپاره اساسي ګامونه اوچت شي. نړیوال بانک د تېر په څېر ژمن دی، چې په دې سختو شرایطو کې د افغان ولس ترڅنګ ودرېږي.
کوويډ-۱۹ ناورین پر ټولو سکتورونو لکه د روغتيا، اقتصادي او ټولنیزو سکتورو بشپړ منفي اغېز کړی دی، چې په پایله کې د اقتصادي ودې او د هېواد د ملي عوايدو د کمېدو لامل شوی دی. ټاکل شوې، چې د دې وړیا مالي مرستې له برابرولو سره، په قوانینو او مقرراتو کې د اړینو تعدیلاتو له لارې پورونو او مالي سرچينو ته د وړو او منځنيو خصوصي تشبثاتو لاسرسی زیات شي.همدارنګه په پام کې ده، چې د روغتيايي کارکوونکیو د خونديتوب په موخه او په ښوونځيو کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتريخوالي په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره مشخص پروګرامونه طرح او عملي شي. له بلې خوا د دې مالي مرستې له لارې به هڅه وشي، چې د ښوونځيو له خلاصېدو وروسته ټول زدکوونکي وهڅول شي، چې بېرته ښوونځيو ته ورشي.
 


د مطلب کود: 214232

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214232/نړیوال-بانک-له-افغانستان-سره-د-۲۰۰-میلیون-دالرو-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com