کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پکتیا پټان- پښتونخوا لاره د سوداګرو پر مخ پرانیستل شوه

21 سرطان 1399 ساعت 9:20


د پکتیا پټان- پښتونخوا لاره د سوداګرو پر مخ پرانیستل شوه.
له پښتونخوا سره د پکتیا پټان خر لاچي لاره د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه.
د پکتیا یو شمیر سوداګر وایي چې دغه لاره به اونۍ کې شپږ ورځې د بار وړونکو موټرو او یوه ورځ د مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانیستې وي.
د پکتیا پټان او پښتونخوا خر لاچي دغه لاره د نورو لارو په څیر د کرونا ویروس له کبله نږدې څلور میاشتې وړاندې تړل شوې وه.
تر دې وړاندې د سپین بولدک- چمن او تورخم لارې د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو پر مخ خلاصې شوي وې.


د مطلب کود: 214231

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214231/د-پکتیا-پټان-پښتونخوا-لاره-سوداګرو-پر-مخ-پرانیستل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com