کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له کرنټین وروسته د درېیم ځل لپاره دکرېکټ ملي لوبډلې تمریناتي لوبه

20 سرطان 1399 ساعت 8:43

د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې خپله درېیمه تمریناتي لوبه نن له درې میاشتني کرنټین وروسته پيل کړه.
دا دوستانه لوبه د نجیب الله ځدران ملګرو او اصغر افغان ملګرو ترمنځ ترسره وه. خو د نجیب الله ځدران لوبډله وتوانېده چې د دغې لوبې ګټونکې شي.



دا سیالۍ د هېواد د تمریناتي لوبو په لړ کې د کابل د کرېکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي. د هېواد د کرېکت مسوولان وايي چې د دغو سیالیو موخه په اسیاجام او نړیوال جام سیالیو کې د چمتووالی لپاره دي.
ورته مهال، ټاکل شوې د هېواد ملي لوبډله په نږدې راتلوونکي کې - د کرېکټ د نړیوالې شورا د اجازې په صورت کې - د زېمبابوې په وړاندې پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي او له هغې وروسته به د اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.


د مطلب کود: 214195

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214195/له-کرنټین-وروسته-د-درېیم-ځل-لپاره-دکرېکټ-ملي-لوبډلې-تمریناتي-لوبه

آوا
  https://www.avapress.com