دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۳
د مطلب کود : 214195
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې خپله درېیمه تمریناتي لوبه نن له درې میاشتني کرنټین وروسته پيل کړه. دا دوستانه لوبه د نجیب الله ځدران ملګرو او اصغر افغان ملګرو ترمنځ ترسره وه. خو د نجیب الله ځدران لوبډله وتوانېده چې د دغې لوبې ګټونکې شي.

دا سیالۍ د هېواد د تمریناتي لوبو په لړ کې د کابل د کرېکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي. د هېواد د کرېکت مسوولان وايي چې د دغو سیالیو موخه په اسیاجام او نړیوال جام سیالیو کې د چمتووالی لپاره دي.
ورته مهال، ټاکل شوې د هېواد ملي لوبډله په نږدې راتلوونکي کې - د کرېکټ د نړیوالې شورا د اجازې په صورت کې - د زېمبابوې په وړاندې پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي او له هغې وروسته به د اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.
https://avapress.com/vdchwknim23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته