دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 214154
میدان وردګو کې سیمه ییز چارواکو په دغه ولایت کې د پولیسو پر پوستې د موټر بم برید خبر ورکوي.
د والي ویاند، محب الله شریف زوی نن(پنجشنبې د چنګاښ په ۱۹مه نېټه) وايي دغه برید نن سهار په سید اباد ولسوالۍ کې شوی
امنیتي مسوولین وايي چې د برید په تړاو یې مخکې له مخې مالومات درلودل او د افغان ځواکونو لخوا پرې ډزې شوې. همداراز څرګندوي چې بریدګر موخې ته له رسېدو مخکې موټرته چاودنه ورکړې.
پېښه کې چا ته زیان نه دی اوښتی.
د پیښې مسوولیت چا نه دی منلی.
 
 
https://avapress.com/vdccp0qi02bqss8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته