دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۱۱
د مطلب کود : 214153
دې هېل: طالبانو تېرو څو کلونو کې تر خپله وسه پر امریکايي پوځیانو د حملې هڅه کړې
دې هېل: طالبانو تېرو څو کلونو کې تر خپله وسه پر امریکايي پوځیانو د حملې هڅه کړې
نیویارک ټایمز ورځپاڼې چې د تېرې میاشتې په وروستیو کې د امریکايي پوځیانو د وژلو پر سر طالبانو ته د روسانو د انعام ورکولو په اړه راپور خپور کړی و، د چهارشنبې په ورځ په یوه لیکنه کې ویلي چې په دې راپورونو کې ډېر څه لا هم کم دي.
په دې لیکنه کې چې د نیویارک ټایمز کتندوی پلاوي (هیئت تحریر) کښلې، په راپورونو کې نیمګړتیاوو ته په پام ویل شوي، له همدې کبله مهمه ده تر هغو چې حقیقت څرګندېږي باید احساسات او سیاست څنګ ته پرېښودل شي.
د نیویارک ټایمز په باور ځینې مهمې خبرې به ممکن د پنجشنبې په ورځ یعنې نن د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د سؤال او ځواب (استماعیه) غونډه کې ښکاره شي. که څه هم د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې په دې غونډه کې ګډون نه‌کوي.
پومپیو مخکې په دې موضوع له څه ویلو ډډه کړې وه، خو په وروستیو کې یې په یوه مرکه کې په افغانستان کې د روسیې د لاسوهنې په اړه ویلي و چې دا څه نوې خبره نه‌ده او په ځلونو یې دا موضوع له روسي چارواکو سره مطرح کړې ده.
تر دې مخکې ټایم مجلې، نیویارک ټایمز او یو شمېر نورو امریکايي رسنیو ویلي وو چې د روسیې یوې استخباراتي ډلې تېر کال طالبانو ته د دې لپاره چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځیان ووژني، د انعام په توګه پیسې ورکړې دي.
نیویارک ټایمز وروسته په بل راپور کې وویل چې د دې موضوع په اړه څېړونکي پر دوو حملو تمرکز کوي چې یوه د ۲۰۱۹ په اپرېل کې د هوايي اډې مخته د یوه انتحاري له لوري چاودنه وه چې ۳ امریکايي پوځیان په‌کې ووژل شول.
نیویارک ټایمز په تازه لیکنه کې لګول شوي تورونه بوږنوونکي بللي او ویلي یې دي چې ولس، په تېره بیا هغه کورنۍ چې عزیزان‌یې وژل شوي، د د دې مستحق دي چې صادقانه ځواب ورته وویل شي.
  • دې هېل
په همدې حال کې دې هېل ورځپاڼې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان څرګندونې رااخیستي چې وايي، زړه‌یې نه‌مني چې طالبانو ته د روسانو د انعامونو د ورکولو له کبله دې په افغانستان کې امریکايي پوځیان وژل شوي وي.
ده همداراز ویلي، که روسان طالبانو ته پیسې ورکوي یا یې نه‌ورکوي، طالبانو په تېرو څو کلونو کې تر خپله وسه پوره هڅه کړې چې پر امریکايي پوځیانو حملې وکړي.
  • ریلیف وېب
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا په خپله انلاین خپرونه ریلیف وېب کې افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه بللی چې خورا زیات کورني بې‌ځایه شوي او بهر ته تللي کډوال لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر وايي چې دوه میلیونه نور کورني بې‌ځایه شوي افغانان‌یې ثبت کړي چې ورسره د ټولو کورنیو بې‌ځایه شویو افغانانو شمېر ۴ میلیونه او یو لک تنو ته رسېږي.
دا کمېشنري وايي چې تر بل هر ملت د افغانانو بې‌ځایه کېدا او مهاجرت زیات دوام کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcbsab5frhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته