کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د شاه دوشمشیره جومات د ترمیم چارې له ۶۰ سلنې واوښتې

19 سرطان 1399 ساعت 11:22

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تاریخي آبدو د ترمیم او مرمت ملي ادارې له لارې په کابل ښار کې د شاه دوشمشیره (ع) جومات د ترمیم او مرمت چارې ۶۲ سلنه بشپړې کړي دي.
ښارجوړولو وزارت ویلي؛ دا تاریخي جومات چې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري، په ۴۲۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۳ میلیونه او ۶۳۱ زره افغانیو په ارزښت ترمیم کېږي.



ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تاریخي آبدو د ترمیم او مرمت ملي ادارې له لارې تر دې دمه په کابل کې د پل خشتي جومات، باغ بالا ماڼۍ، د پارلمان د شهیدانو مقبره او د وزیر محمد اکبر خان تپې د ملي بیرغ څلي لومړی فاز، په فیض آباد ښار کې د خرقه مبارک جومات او د هرات جامع جومات لومړي فاز د مرمت او ترمیم چارې بشپړې کړې دي.
 


د مطلب کود: 214135

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214135/د-شاه-دوشمشیره-جومات-ترمیم-چارې-له-۶۰-سلنې-واوښتې

آوا
  https://www.avapress.com