دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۱۲
د مطلب کود : 214083
د خوست والي د تیرو ۱۹ میاشتو حساب ورکړ
خوست والي محمد حلیم فدايي د خوست ولسونو ته د تېرو (۱۹) میاشتو د حساب ورکړې وروسته د ادارو مسؤلین تقدیر کړل. خوست والي محمد حلیم فدایي په یوه ولسي ناسته کې چې د خوست د دولتي ادارو مسولینو، د ۱۲ولسوالیو او مرکز قومي مشرانو، علمای کرامو، ځوانانو، مدني ټولنو او رسنیو استازو ګډون درلود د خپل ۱۹ میاشتني ماموریت حساب ورکړ. د خوست ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ خوست والي په پیل کې وویل حساب اخېستل ستاسو د ولسونو حق دی او کله چې مسؤلیت جوړېږي نو باید حساب ورکړو.

  هغه په پیل کې هغې دیدګاه ته اشاره وکړه چې (۱۹) میاشتې وړاندې یې د معرفت په ورځ شریکه کړې وه او هغه یواځې د خلکو په خوښه نه بلکې د هغوی په ګټه کار کول، آمرانه ذهنیت په خادمانه ذهنیت بدلول، د ماموریت پر مهال حزبي، قومي، سمتي او ايډیالوژيکي اړیکې نه پالل او د خوست ټولو ولسونو ته په یوه سترګه کتل، وعده نه کول، بلکې د کار کولو قوي اراده درلودل وو.

هغه وویل چې د یادې دیدګاه څخه یو انچ نه یم منحرف شوی او د ماموریت په دوره کې مې د دې تر څنګ چې لویو ملي پروسو لکه ټولټاکنو، د سولې خبرو اترو، د افغانیو ترویج او د کرونا په وړاندې مبارزې مو ډېر کاري وخت نیولی وو، د خپل کاري ټیم (امنیتي مسؤلینو، ملکي مسؤلینو، ولسوالانو، عدلي مسؤلینو او قضايي مسؤلینو) پر مټ توانېدلي یو چې په ولایت کې مهمې بنسټيزې او زېربنايي برنامې عملي کړو.

د رسنیو دفتر ویلي: ښاغلي فدايي، د یادو لاسته راوړنو کریډيټ ولایتي کاري ټیم ته ورکړ او د رسنیو، قومي مشرانو او علماؤ تر څنګ یې د هغوی له هرې ډلې څخه یې ځانګړې مننه وکړه.

د حساب ورکولو په غونډه کې د سکتورونو په استازیتوب د سکتوري خدمتونو رئیس ښاغلي بهرام بهیر د تېرو ۱۹ میاشتو د لاسته راوړنو په اړه پرزنټیشن وړاندې کړ چې د حکومتداري، قانون حاکمیت، امنیت، پوهنې، اقتصادي پراختیا، عامې روغتیا، ټولنیز خوندیتوب، فرهنګي او فکري ودې، کرنې او پراختیا، زیربنا او ښاري او کلیوالي پراختیا برخې یې احتواء کولې.

هغه وویل:

په تېره (۱۹) میاشتنۍ دوره کې خوست والي د پراختیا چارې له خپل دفتر څخه پیل کړې، کاري دفتر یې د ښاروالۍ له مېلسمتون څخه اداري کمپلکس ته انتقال او تجهیز کړ، د اداري کمپلکس په بڼه کې بدلون راغی، ولایت لومړۍ درجې ته ارتقاء وکړه، وارداتي برېښنا ورته وصل شوه، صنعتي پارک له غصب څخه خلاص شو؛ د آسان خدمت، توحید و تعقیب، آسان خدمت او ثرایا د ازموینو مرکزونه ایجاد، د خوست ښار ستراتژیک پلان نهايي او له یاده طریقه (۲۰) ملیونه ډالره بودجه منظوره، د (۹۹۱) ملیونه افغانیو په لګښت ترمینل تر کار لاندې او داخلي هوايي پروازونه پیل شول، په غلام خان بندر کار وشو او ژر ده چې د ترانزیټ معاهده به یې لاسلیک شي.

هغه یادونه وکړه چې یواځې د کلیو پراختیا په چوکاټ کې د (۱۲۱۷) ملیونه افغانیو په لګښت (۱۵۸) پروژې بشپړې او (۱۷۰) تر کار لاندې دي؛ او بانک جهاني خوست ته (۱۹) امتیازي پروژې پدې خاطر منظورې کړې چې د نړیوال بانک د ټارګیټ څخه زیات شمېر ښوونځي یې جوړ کړي دي.

د رسنیو دفتر زیاته کړې؛ د غونډې ګډونوالو له خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي څخه د تالار له منځ څخه پوښتنې وکړې، چې د ښاغلي فدايي لخوا یې پوښتنو، وړاندیزونو او غوښتنو په اړه ځوابونه وویل شول.

ویل شوي؛ په دې ناسته کې د ولایتي ادارې ټول رئیسان، ولسولان او نظامي مسولین د ولایت مقام له لوري تقدیر شول او د دوی هڅې او ښه همغږي یې د ګڼ شمېر لاسته راوړنو باعث وبلله.
 
https://avapress.com/vdcdjo0xsyt0fz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته