جنرال ياسين ضیا د پوځ لوی درستيز او شامحمود مياخېل د ملي دفاع وزارت مرستیال ټاکل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت يو شمېر سرچينو دغه خبر تاييد کړی دی. جنرال یاسین ضیا تر دې وړاندې د ملي امنیت شورا، ملي امنیت ریاست او ملي دفاع وزارت د مرستیال پر څوکيو هم کار کړی دی.
دغه راز شامحمود مياخېل بيا تر دې وړاندې د ننګرهار د والي په توګه دنده ترسره کوله.