کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له معارف سره د خوستيانو مرسته؛ يو کال کې يې څلور ميليونه افغانۍ ورکړي

18 سرطان 1399 ساعت 11:13


د خوست خلک چې تر ډېره د معارف سره مرستې کوي، په تېر يو کال کې يې څلور ميليونه افغانۍ مرستې کړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت ويانده وايي، دا مرسته چې ټوله نغده وه ۶۷۳۴۱۵ افغانۍ کېږي.
د یاد وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، مرسته شوې پیسې د درسي چاپیریال ښه والي، د ښوونځیو بیا رغونې او د ۱۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو لپاره ورکړل شوې دي.
ويل شوي دي دا مرستې د ښوونځيو شوراګانو راټولې کړي دي.
د نوموړې په خبره د ښوونځيو د شوراګانو په تشکيل کې زده کوونکو کورنۍ، ملا امامان او محصلي شوراګانو غړي شتون لري، چې پرته له کوم امتياز کار کوي.


د مطلب کود: 214017

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/214017/له-معارف-سره-د-خوستيانو-مرسته-يو-کال-کې-يې-څلور-ميليونه-افغانۍ-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com