دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 214017
له معارف سره د خوستيانو مرسته؛ يو کال کې يې څلور ميليونه افغانۍ ورکړي
د خوست خلک چې تر ډېره د معارف سره مرستې کوي، په تېر يو کال کې يې څلور ميليونه افغانۍ مرستې کړي.
د افغانستان د پوهنې وزارت ويانده وايي، دا مرسته چې ټوله نغده وه ۶۷۳۴۱۵ افغانۍ کېږي.
د یاد وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، مرسته شوې پیسې د درسي چاپیریال ښه والي، د ښوونځیو بیا رغونې او د ۱۳ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو لپاره ورکړل شوې دي.
ويل شوي دي دا مرستې د ښوونځيو شوراګانو راټولې کړي دي.
د نوموړې په خبره د ښوونځيو د شوراګانو په تشکيل کې زده کوونکو کورنۍ، ملا امامان او محصلي شوراګانو غړي شتون لري، چې پرته له کوم امتياز کار کوي.
https://avapress.com/vdca6ynu049n6w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته