کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوست: د سړک جوړونې دوې لويې پروژې پيل شوې

17 سرطان 1399 ساعت 8:13


په خوست کې د ۱۳ ملیونو افغانیو په لګښت د دو مهمو پروژو په چوکاټ کې د سرک جوړونې چارې پیل شوې
خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي د یادو پروژ د پرانیستې پر مهال وویل نن د دو مهمو پروژو کار پیلوو، چې له سیګۍ څخه تر اد مامد کوچیانو کلي پورې سرک چې۳۸,۷ کیلو متره اوږدوالی لري، د ټراسپورټ وزارت د داخلي بودیجي څخه د ۹,۵ ملیونو افغانیو په لګښت په اساسي توګه ترمیم او بیارغول کیږي.
والي زیاته کړه همداشان یوه بله پروژه په پنځو ساحو کې د پلونو، پلچکونو او د سرک د تحکیماتو پروژه ده، چې په دې پروژه به ۴,۱۵ ملیونه افغانیو لګښت وشي او دواړو پروژو مجموعي لګښت ۱۳ ملیونه او ۶۵ زره افغانۍ کیږي.
ښاغلي فدايي وویل چې ددې پروژې چارې به له څلور میاشتو څخه تر شپږو میاشتو پورې بشپړ شي او په راتلونکې اونۍ کې به د میخانیکي لیسې څخه تر سیګۍ پورې سرک چارې هم په اساسي توګه پیل شي.
والي وویل چې په دې سره به د ولس د تګ راتګ او د ټراسپورټ د وسایطو په وړاندې ستونزې هوارې شي او د ټنیو ولسوالۍ کلیوالي سیمو خلک به د یو اساسي سرک له لارې له خوست ښار سره وصل شي.


د مطلب کود: 213917

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213917/خوست-د-سړک-جوړونې-دوې-لويې-پروژې-پيل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com