دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۶
د مطلب کود : 213914
کابل کې ۳۳ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د څو جلا اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د وزارت اعلاميه کې راغلي:
«یاد کسان د کابل ښار د لومړۍ، څلورمې، پنځمې، اومې، لسمې او دیارلسمې ناحیو او همدارنګه د چهاراسیاب، میربچه کوټ او سروبي ولسوالیو په اړوند سیمو کې د قتل، انسان تښتونې، د عامه امن او نظم د اخلال، ژوبلې، د غیرقانوني وسلو ګرځونې، اخلاقي جرمونو، دوکې او شکونې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.»
له نیول شویو کسانو څخه دوه قبضې تفنګچې، يو میل کلاشینکوف او دوه عرادې غلا شوې واسطې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د جنايي جرمونو کچه بيا لوړه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcfymd0jw6dy1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته