دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۳
د مطلب کود : 213906
کندهارۍ مېرمنې په دولتي ادارو کي د ښځو کمرنګي د ولايتي ادارې کمزوري په ګوته کوي او وايي، د دولسیزو په تېرېدو سره او د ښځينه د لوړظرفیت او علمی قدرونود په لرلو سره بيا هم په دولتی ادارو کی د مېرمنو شتون خورا کمرنګ دی. نوموړې همداراز وايي، ښځینه د ګڼو ستونزو په درلودو سره په ټیټو بستونو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

نوموړې د کندهار په دولتي ادارو کي د ښځو د کمې ونډې يوه بله ستونزه امنيتي او کلتوري بد حالت په ګوته کړ. دا وايي، ډېری کورنۍ تر ځانګړو شرایطو لاندې ژوند کوي او په دولتي ادارو کې د نجونو کار کولو ته زړه نه ښه کوي. خالدې احمدي په ټولو کندهاريو وروڼو غږ وکړ چي له دوی سره دې همکاري وکړي، څو هغوی دیني او کلتوري ارزښتونو ته پام په دولتي ادارو کې کار کولو ته دوام ورکړي. په دولتي ادارو کې د ښځو ونډې په اړه شکايتونه په داسې حال کې ډېر شوي چې د حکومت د تازه پرېکړې له مخې به هر ولایت ته یوه مېرمن د مرستیالې والي په توګه ټاکل کېږي. جنسیتي مسایل، کلتوري او دیني ستونزې، د خلکو او ولایتي چارواکو نه همکاري او ورته نورې ننګوونې هغه عوامل دي چې په دولتي او شخصي ادارو کې یې د ښځو ونډه خورا کمه کړې ده.
https://avapress.com/vdcgzw9x3ak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته