دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۴۲
د مطلب کود : 213905
حکومت: د تاوتریخوالي ډېرېدل د منلو نه دي
د جمهور رییس وياند صدیق صدیقي وايي، حکومت ډېر شمېر طالب بنديان په دې هدف خوشې کړي چې له جګړې لاس واخلي او تاوتريخوالی پای ته ورسوي. دی زياتوي، د طالبانو له لوري د تاوتريخوالي شدت د سولې پروسه له ننګوونو سره مخ کړې، حکومت او نظام ته زيان رسولی دی. «د تاوتريخوالي شدت د افغان دولت لپاره جدي مسله ده، موږ ډېر شمېر طالب بنديان په دې هدف خوشې کړل، خو دوی لا هم جګړه نه‌ده راکمه کړې، دا تاوتريخوالی به د سولې پروسې زيانمنه کړي.» بل لور ته د ولسي جرګې يو شمېر غړي بيا وايي، د تېر په څېر د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې جګړه په شدت سره روانه ده او تاوتريخوالی ډېر شوی دی.

د ولسي جرګې غړی ضيا اريا نژاد وايي، د تاوتريخوالي د کمېدو هېڅ نښه نه‌ليدل کېږي او هره ورځ بې‌ګناه افغانان، ښځې، ماشومان او پوځيان وژل کېږي. دی د روان وضعيت پړه پر امريکا اچوي او زياتوي، دوی له کوم شرط او ضمانت پرته د طالب بنديانو خلاصون په برخه کې پر حکومت خپل فشارونه زيات کړي وو. د نژاد په خبره، افغان حکومت هېڅ داسې وسيله په لاس کې نه‌لري چې د تاوتريخوالي کمېدو په برخه کې دې پر طالبانو فشار زيات کړي. «امريکا د خپلو سياسي موخو لپاره د کوم قيد او شرط پرته پر افغان دولت فشارونه زیات کړل چې طالب بنديان دې خوشې شي، نن موږ ګورو چې د تاوتريخوالي د کمېدو هېڅ نښه نه‌ليدل کېږي، هره ورځ زموږ بې‌ګناه هېوادوال د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل کېږي، اوس‌مهال هېڅ ځای امن نه‌‌دی.» په ورته وخت کې د چارو شنوونکي د امنيتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د جګړې سختوالي ته اندېښمن دي او زياتوي، که امريکايي ځواکونه په بېړه له افغانستانه ووځي، نو روانه جګړه به لا زور واخلي. د نظامي چارو شنوونکی عتیق‌الله امرخېل وايي، که د جګړې شدت ورځ تر بلې همداسې ډېر شي، نو له هرې خوا به جګړه پيل شي او وضعيت به له کنټروله ووځي. دی زياتوي، د وضعيت کابو کولو په هدف دې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې نظم او ډسپلين رامنځ ته او د سليقه‌يي ګمارنو مخنيوی دې وشي. «اوس خو وضعيت سم دی، د امريکايي سرتېرو په وتلو سره به جګړه داسې زور واخلي چې تنظيمې جګړې به له ټولو هېرې شي، د وضعيت کنټرول په موخه دې د ملي اردو په ليکو کې بايد نظم رامنځ ته شي، او کورنيو چارو وزارت بايد نور سليقه‌يي او سمتي ګمارنې ودروي.» تازه د اسلامي همکاريو سازمان په هېواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې له تاوتريخوالي لاس واخلي. بل لور کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې وسله‌والو طالبانو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه زيات کړي او د يادې ډلې ډېر شمېر جنګياليو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
https://avapress.com/vdcfxmd0tw6dy1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته