دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۰۸
د مطلب کود : 213902
جلال اباد: د څه باندې ۲۰ميليونه افغانيو په لګښت د بيا رغونې چارې پیل شوې
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار درېيمې ناحيې اړوند څلورم ګذر کې د ښاروالۍ په چوکاټ کې د ولسي تړون ملي پروګرام په شل ميليونه او ۸۸ زره افغانيو مالي لګښت د سړکونو، ویالو او سولري برېښنا جوړولو چارې پيل شوې. د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ د يادو چارو د پرانیستې په مراسمو کې د ولایت مرستیال تميم عارف مومند وويل، چې د ولسي تړون ملي پروګرام په شل ميليونه او اته اتيا زره افغانيو مالي لګښت دوه نيم کيلومتره سړکونه او دوه نيم کيلومتره ويالې جوړيږي او همدا راز په څلور کيلومتره ويالو جالۍ اچول کيږي او ۱۱۵ پايې سولري برېښنا نصبيږي. نوموړي د علي خيلو شورا مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې يادې پرژې په شفاف او معياري ډول تطبیق کړي او همدا راز د سيمې خلکو ته يې د پروژو د څارنې لارښوونه وکړه.
د جلال اباد ښاروال روح الامين حسن وويل، چې د يادو چارو ترڅنګ په يوه ښوونځي کې درې درسي خونې جوړيږي، چې ټولې چارې به په نهو مياشتو کې بشپړې شي.
نوموړي وويل، چې دغه پروژې د يادې سيمې د خلکو په خوښه غوره شوي او هيله يې وښوده، چې ولسونه يې په ساتنه او ګټه اخیستنه کې پاملرنه او همکاري وکړي.
خبریال زیاتوي؛ همدا مهال د جلال اباد ښار په بېلابېلو ناحيو کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د بيا رغونې د لسګونو پروژو چارې پرمخ روانې دي، چې په نږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
https://avapress.com/vdccx1qii2bqso8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته