دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۰۲
د مطلب کود : 213900
ارګ: چارواکي به شتمنۍ ثبتوي، کنه معاش یې بندیږي
ولسمشریزه ماڼۍ وایي، چې ټولو لوړ پوړو چارواکو ته د شتمنۍ د ثبت امر شوی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې دا پریکړه نن د ولسمشر په مشرۍ د کابینې غونډه کې شوې.
افغان خبری آژانس خبریال وایي، چې وزیرانو، د ملي شورا غړو او نورو لوړ رتبه چارواکو ته دغه امر شوی.
ویل شوي، چې دوی ته د دې کار لپاره درې اونۍ وخت ورکړل شوی.
ولسمشر مالیې وزارت ته ویلي، چې که کوم چارواکي دا امر تطبیق نه کړ، معاش یې بند کړي.
ځينو خلکو د دې پریکړې هرکلی کړی خو ځینو نورو بیا سمبولیک کار ګڼلی.
 
https://avapress.com/vdcawenuw49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته