د ده په وینا، دوو وسله وال مخالفینو په یاده ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول. فرامرز زیاتوي، دغه وسله وال تر نښتې وروسته شکردرې ولسوالۍ ته وتښتېدل، چې بیا هلته د دواړو لورو تر منځ په جګړه کې د ابوبکر په نوم یو وسله وال ووژل شو او د حکمت الله په نوم یو بل یې د افغان ځواکونو له خوا ژوندی ونیول شو.
د یادولو وړ ده چې له یادو وسله والو څخه دوه میله راکېټ او درې مرمۍ هم نیول شوې دي. تر اوسه کومې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده چې له یادو وسله والو څخه دوه میله راکېټ او درې مرمۍ هم نیول شوې دي. تر اوسه کومې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.