کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت نن د پاتې طالب بندیانو د برخلیک په اړه پرېکړه کوي ـ صدیقي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 سرطان 1399 ساعت 13:56

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د نن ورځې په پای کې به تر دامهاله د ټولو ازاد شوو طالب بندیانو د شمېر او پاتې بندیانو د برخلیک په اړه پرېکړه اعلان کړي.


د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن یکشنبه جولای۵(چنګاښ۱۵) پر خپل ټوېټر لیکلي چې افغان حکومت به د نن ورځې په وروستیو کې تر هر اړخیزو څېړنو وروسته په دې اړه پرېکړه وکړي.

 
ارګ وايي، د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته ژمن دي، خو زیاتوي چې د طالبانو لخوا د ټولو امنیتي سرتیرو ازادول هم ورته لومړیتوب لري.
صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي چې د طالبانو له زندانونو څخه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ازادول د بندیانو د تبادلې بهیر د یو عمده اصل په توګه مهم دي.
هغه په دې اړه پر خپل ټوېټر لیکلي:"د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په هیواد کې د جنګ د پایته رسېدو او د سولې او ثبات د تامین لپاره له ځنډ پرته د سولې مذاکراتو پیل ته ژمن دی، خو له طالبانو څخه دامنیتي او دفاعي ځواکونو د ټولو اسيرانو ازادول د دولت او ملت لپاره د زندانیانو د تبادلې پروسې د ډېر عمده اصل په توګه مهم دي."
د جمهوري ریاست ویاند صدیقي تیره اونۍ خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت تر دامهاله ۳۸۹۵ طالب بندیان ازاد کړي دي.
د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې چې د تیرې فبرورۍ میاشتې پر۲۹مه لاسلیک شوه له مخې باید د افغان حکومت له زندانانو څخه ۵۰۰ طالب بندیان او د طالبانو لخوا هم باید د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندي امنیتي او دفاعي سرتیري ازاد شي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین د معلوماتو په اساس د طالبانو له زندانونو څخه تر دامهاله د افغان حکومت ۷۰۸ تنه بندي امنیتي او دفاعي سر تیري ازاد شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا تر دې مخکې ویلي چې په ازاد شوو کسان کې زیات یې په امنیتي او دفاعي سرتیرو پوري اړه نه لري.
طالبانو د خپلو ټولو بندیانو ازادول په بین الافغاني خبرو کې د ګډون په هدف د خپل یو اساسي شرط په توګه یاد کړي دي.
دغه ډلې تر دې مخکې ویلي و که چیري د دوی ټول بندیان د دوحې د تړون او لېست مطابق سره سم خوشي شي په یوه اونۍ کې بین الافغاني خبرو ته چمتو دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تیره اونۍ سیمې ته د افغان سولې په اړه د سفر په ترڅ کې پر دواړو لورو غږ وکړ چې د بین الافغاني خبرو پیلېدو په مخکې خنډونه لیري کړي.
که څه هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پیلېدو ته هیلي زیاتي شوي خو تر دامهاله د دغو خبرو پلېدو کره نېټه نه ده معلومه شوې.


د مطلب کود: 213772

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/213772/افغان-حکومت-نن-د-پاتې-طالب-بندیانو-برخلیک-په-اړه-پرېکړه-کوي-صدیقي

آوا
  https://www.avapress.net