دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 213610
امریکا دې د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي او د ناسمو معلوماتو پر بنیاد دې پروپاګند نه کوي. د وسله والو طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي دي، نه غواړي چې د افغانستان له پولو بهر د هند او یا نورو هېوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.
 دوی همدارنګه اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي چې په دې اساس وخت کې د امریکا دفاع وزارت ته نه وه په کار چې دا ډول بې مسؤلیته راپور خپور او پروپاګند وکړي. طالبانو په امریکا غږ کړی، چې خپله نظامي د ستګاه کې هغه اشخاص له پروپاګند څخه منعه کړي چې ممکن په افغانستان کې لاهم د جګړې غوښتونکي دي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د دوحې تړون کې منلې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د دوی تر واک لاندې سیمې امریکا ته هېڅ ډول ګواښ پېښ نه کړي.
https://avapress.com/vdcizparut1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته