دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۳۲
د مطلب کود : 213510
ولسي جرګې له کرونا سره د مبارزې لپاره د بودجې سند تصویب کړ
ولسي جرګې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د بودجې رد شوی سند له تازه تعدیلاتو وروسه د رایو په اکثریت تصویب کړ.
د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون غړی عبدالرووف انعامي وایي، چې ملي بودجه څلور سوه اته ویشت میلیارد و درې سوه اتیا میلیون افغانۍ وه؛ خو حکومت یو ویشت میلیارد افغانۍ پرې له کرونا سره د مبارزې لپاره ورزیاتې کړې دي.
د ولسي جرګې ګډو کمیسیونونو د اوپراتیفي پیسو د زیاتولو او له نورو پراختیایي پروژو څخه د پیسو د لیږد طرحه رد کړه.
د مالي چارو او بودجې کمیسیون مشر میرافغان ساپي ویلي؛ په هغو برخو کې، چې اضافي پیسې وړاندیز شوې وې مونږ هغه رد کړې.
د بېلګې په توګه یو اعشاریه اووه میلیارد افغانۍ د عملیاتي واحدونو لپاره، ولایتونو ته د درې سوه پنځوس میلیون افغانانیو لیږد، څارنه هم ترې ستونزمنه وه او ټولو کمیسیونونو د جرګې تعدیل منلی او هوکړه پرې شوې ده.
په پای کې ولسي جرګې له کرونا سره د مبارزې د بودجې سند له یو لړ تعدیلاتو وروسته رایو ته وړاندې کړ.
د ولسي جرګې مشر میررحمان رحماني وایي، چې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د حکومت د تعدیلاتو دوه یمه مسوده او د کمیسیون اتفاقي تعدیلات رای اچونې ته وړاندې کیږي؛ موافق به شنه او مخالف به سره کارتونه پورته کوي.
په دې توګه د ۵ مخالفو رایو په لرلو د حکومت دوه یمه مسوده د رایو په اکثریت تصویب شوه. په همدې حال کې د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې د جرګې غړي له کرونا سره د مبارزې لپاره د بودجې د لګولو پر څرنګوالي باید جدي څارنه وکړي.
 
https://avapress.com/vdchzxniv23nzmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته