کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار بحر آباد او د پل علم د ښوونکو ښارګوټي تفصیلي پلانونه وروستي شول

9 سرطان 1399 ساعت 15:41

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزير محترم محمود کرزى د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار د ښوونکو ښارګوټي او د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د بحر آباد ښارګوټي تفصیلي پلانونه منظور کړل.
یاد وزارت وايي، د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار د ښوونکو ښارګوټۍ پر «۳۵۰» جریبه ځمکې او د بحر آباد ښارګوټی پر «۲۰۱» جریبه ځمکه جوړېږي.




د دې تفصیلي پلانونو په پلي کېدو سره به یاد ښارګوټي نړېوالو مهندسي او انجنیري معیارونو ته په کتو جوړ او ټولو ښاریانو ته به یو ډول معیاري ښاري خدمات وړاندې شي.

سرچینه زیاتوي؛ ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دې تفصیلي پلانونو ترڅنګ د کابل، ننګرها، کندهار، بلخ، خوست او هرات ولایتونو لپاره سټراټيژیک پراختيايي پلانونه نهايي کړي چې ژر به کابينې ته د منظورۍ لپاره وړاندې شي.
 


د مطلب کود: 213295

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213295/د-ننګرهار-بحر-آباد-او-پل-علم-ښوونکو-ښارګوټي-تفصیلي-پلانونه-وروستي-شول

آوا
  https://www.avapress.com