کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له افغانستان څخه د ۴۰۰۰ امریکایي سرتېرو د وتلو طرحه مخ پر بشپړیدو ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 سرطان 1399 ساعت 13:25

سي ان ان د امریکا د ولسمشرۍ د دوه چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې امریکا په راروان مني کې له ۴۰۰۰ څخه د ډېرو سرتېرو د ایستلو پرېکړه وروستۍ کړې ده.


د دغو سرتېرو له ایستو سره به په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکایي سرتېرې پاتې شي، چې دا به په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا د برید له مهاله تر ټولو ټیټ شمېر وي.
دغه هڅه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پوره وتلو ته لار اواروي.
که څه هم د روان کال په فبرورۍ کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې ټینګیدو هوکړه لاسلیک شوې؛ خو سره له دې هم په افغانستان کې جګړه روانه ساتل شوې او ښکېل لوري هره ورځ بریدونه کوي او عام ولس ته مرګ و ژوبله اړوي.
سره له دې، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل وروستي شوي ندي؛ خو د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر تېره اوونۍ له ناټو سره پرې خبرې کړې دي.
دغه راز په دې اړه د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتن په خپل تازه خپور شوي کتاب کې لیکلي، چې د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر تلپاتي شتون خوښ ندی.
هغه په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو پر شتون د ترمپ د ناخوشۍ علتونه ټاکنیزې وعدې او په دې هېواد کې د اقتصادي او امنیتي مرستو ناسم مدیریت یاد کړی دی.


د مطلب کود: 213087

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213087/له-افغانستان-څخه-د-۴۰۰۰-امریکایي-سرتېرو-وتلو-طرحه-مخ-پر-بشپړیدو-ده

آوا
  https://www.avapress.com