کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په راتلونکو اونیو کې بین الافغاني خبرې پیلېږي

7 سرطان 1399 ساعت 8:31



مېرمن لاینز پرون د امنیت شورا ناستې ته په خبرو کې دا څرګندونې کړې دي.
نوموړې ویلي، په افغانستان کې له لسیزو وروسته دا فرصت برابر شوی چې افغانان د سولې پر ټغر راټول شي.
هغې د اختر په ورځو کې د طالبانو او افغان حکومت د درې ورځني اعلان شوي اوربند هرکلی کړی او له ښکېلو لورو یې غوښتنه کړې چې د سولې پر وړاندې ټول پراته خنډونه لېرې کړي او ژر تر ژره تلپاتې اوربند اعلان کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دې استازې په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت په اړه هم دغه سازمان ته معلومات ورکړي او زیاته کړې یې ده چې په روانه جګړه کې تر ډېره ملکي وګړي او ماشومان وژل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان حکومت هم په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د لومړۍ ناستې ترسره کېدو خبر ورکړی و، خو تر اوسه د مختلفو دلیلونو پر اساس دا لړۍ ځنډول شوې ده.
 


د مطلب کود: 213023

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213023/په-راتلونکو-اونیو-کې-بین-الافغاني-خبرې-پیلېږي

آوا
  https://www.avapress.com