کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یوې کورنۍ پنځه غړي چې له امنیت سره یې کار کاوه، طالبانو سره یوځای شوي

6 سرطان 1399 ساعت 16:00

د سمنګان ولایت په لاندې دره‌صوف کې د ملي امنیت د مفرزه قطعې پنځه سرتېري بېګاه له طالبانو سره یوځای شوي دي.
یاد پنځه کسان چې د ملي امنیت مدیریت ته نږدې په یوه پوسته کې وو، له څلورو کلاشینکوفونو، یوې پيکا او یوه راکېټ سره طالبانو ته ورغلي دي.
پنځه واړه د یوې کورنۍ غړي وو او په دې ولسوالي کې یې په وسله‌والو غلاوو او وژنو کې لاس درلود.


د لاندې دره‌صوف ولسوال عبدالیقین احمدي د دغه خبر د تایید ترڅنګ وايي، د امرالله په نوم یو کس یې ډلمشر و او په څو وژنو او غلاوو کې یې لاس درلود.
 ټاکل شوې وه چې ملي امنیت امرالله د هغه د کورنۍ له نورو غړیو سره ونیسي، خو هغوی د امنیتي ځواکونو له عملیاتو مخکې، له طالبانو سره یوځای شوي دي.
احمدي زیاتوی چې د دغو کسانو له یوځای کېدو سره هم‌مهاله، طالبانو بېګاه د دې ولسوالي پر پوستو بریدونه کړي دي. د نوموړي په وینا، په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
د سمنګان د ملي امنیت رییس سید امیرشاه سادات وايي چې تسلیم شوي کسان ولسي پاڅونوال وو او له تېر یوه کال راهیسې یې له ملي امنیت سره اړیکې نه لرلې.
نوموړی د یادو کسانو جرمي شالید تاییدوي او وايي، غوښتل یې پر وړاندې یې عملیات وکړي.
د طالب ډلې ویاند ذبېح‌الله مجاهد د یادو کسانو یوځای کېدل تاییدوي.
 


د مطلب کود: 213018

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213018/د-یوې-کورنۍ-پنځه-غړي-چې-له-امنیت-سره-یې-کار-کاوه-طالبانو-یوځای-شوي

آوا
  https://www.avapress.com