کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تیرکال هېواد کې د نشه يي توکو ۲۳ لوی قاچاق وړونکي نیول شوي

6 سرطان 1399 ساعت 14:31



کورنیو چارو وزارت وايي، تیرکال یې هېواد کې د نشه يي توکو ۲۳ لوی قاچاق وړونکي او یو شمېر نور پلورونکي نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندرابي نن جمعه د (چنګاښ میاشتې ۶) له نشه يي توکو سره د مبارزې اونۍ په مناسبت ويډویويي پیغام کې ویلي چې تېرکال یې د نشه یي توکو ۲۳ لوی کاروباریان نیولي دي.
هغه د دې لاسته راوړنې ترڅنګ ویلي چې افغانستان لاهم د نړۍ په کچه پر نشه یي توکو لړلی هېواد بلل کېږي او دا مهال ۳ میلیون افغانان په نشه يي توکو روږدي دي.
ښاغلي اندرابي پر نشه يي توکو د یاد لوړ شمېر افغانانو اخته کېدل، افغانستان ته یو لوی ناورین یاد کړی دی.
هغه همداراز ویلي چې ملي پولیس له نشه يي توکو سره د مبارزې برخه کې جدي دۍ، او په وینا یې تیرکال یې د نشه يي توکو ۲۳ لوی قاچاق وړونکي او په لسګونه نور کاروباریان نیولي دي.
 


د مطلب کود: 213016

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/213016/تیرکال-هېواد-کې-د-نشه-يي-توکو-۲۳-لوی-قاچاق-وړونکي-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com