کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ویسټ انډيز غوره لیګ ته افغان لوبغاړي په امتیاز واخلیست

5 سرطان 1399 ساعت 16:51


د ویسټ انډيز د غوره لیګ سیالیو لپاره د هېواد د کریکټ ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي په امتیاز واخیستل.
دغو لوبغاړو کې د هېواد کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي، محمدنبي، راشد خان، مجیب څدراڼ، قیس احمد او رحمان‌الله ګربز شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د هېواد ملي لوبغاړو، نبي، قیس احمد، او مجیب ځدراڼ او راشد خان خپله کارنامه کې د ویسټ انډیز د غوره لیګ سیالیو تجربه درلوده،  خو د رحمان الله ګربز لومړی ځل دی چې دې لیګ کې به لوبه وکړي.
ټاکل شوې د ویسټ انډیز کریکټ غوره لیګ سیالۍ د روان زیږدیز کال په اګست میاشت کې د نړۍ نامتو لوبغاړو په ګډون سره پیل شي.
 


د مطلب کود: 212969

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212969/ویسټ-انډيز-غوره-لیګ-ته-افغان-لوبغاړي-په-امتیاز-واخلیست

آوا
  https://www.avapress.com