د پروان ولایت د کرنې رئیس عبدالوهاب خیرزاد وايي، سږ کال په ۸۲۵ هکتار ځمکه کې بادرنګ کرل شوي دي.
د ښاغلي خیرزاد په خبره، تېر کال په دې ولایت کې په ۷۶۵ هکتاره ځمکه کې بادرنګ کرل شوي و چې شااوخوا ۲ زره ۱۳۰ مټریک تنه حاصلات ترې واخیستل شول.
د پروان ولایت بادرنګ په ټول هېواد کې په چارېکاري بادرنګو مشهور دي او د کابل په ګډون په بېلابېلو سیمو کې مینهوال لري.