کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار پوهنتون کې په انلاين بڼه د مقالو لیکلو سيالي تر سره شوه

2 سرطان 1399 ساعت 11:43

ننګرهار پوهنتون کې سولې مرکز له لوري د (سولې ټولنيز اتلان) تر سرليک لاندې د هېواد بېلابېلو پوهنتونو محصلينو په انلاين بڼه د مقالو ليکلو او لوستلو سيالي وکړه.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د محصلينو په منځ کې د مثبت رقابت او سالمې بوختيا د شتون پر ارزښت خبرې وکړې او ياده چاره يې د دوى په ذهني وده او ظرفیت لوړونه کې اغېزمنه وبلله.




د ننګرهار پوهنتون سولې مرکز مشر پوهنمل نعیم جان سروري وویل، چې دغه مقالې د هغو شخصیتونو په اړه لیکل شوي، چې د ټولنیزې سولې د ټینګښت په برخه کې یې فعال رول لوبولی، نوموړي زياته کړه د مقالو له منځه ۱۶ څېړنیزې مقالې د سیالۍ لپاره ټاکل شوي، چې د درې کسیز ژوري هیئت له خوا به ترې پنځه غوره مقالې انتخاب شي.

د پروګرام په وروستۍ برخه کې محصلينو له لوري مقالې ولوستل شوې، چې د ژوري هیئت له خوا د خدیجې عزیزي، عزت الله منصف، عبدالمنان مومند، سید مشفق الرحمن او هجرت الله علي خېل مقالې د غوره مقالو په توګه انتخاب شوې، چې د سولې مرکز د مسؤلینو په وینا، په نږدې راتلونکې کې به تقدیر او ټاکل شوي جوایز به ورکړل شي.
 


د مطلب کود: 212672

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/212672/ننګرهار-پوهنتون-کې-په-انلاين-بڼه-د-مقالو-لیکلو-سيالي-تر-سره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com